Pashto Sahih Bukhari 4+

پښتو صحیح البخار‪ي‬

Obaidullah Hussam

Designed for iPad

    • Free

Screenshots

Description

Pashto Sahih Bukhari, the first Pashto Hadith App, was developed by a team of Afghan professionals from Mizan Online Academy and Eman Studio. This App provides you with the Pashto translation of the most famous, authentic Hadith book, Sahih al-Bukhari. The App technical team is consistently working to improve the functionality of the App in order to provide you with a free access to thousands of Hadiths from Sahih al-Bukhari.

دا د صحیح البخاري پښتو اپلیکېشن دریمه ګڼه یا ورژن دی (Version 3.0).
تر دې دمه په دغه اپلیکیشن کې څه باندې (۲۵۰۰) مبارک حدیثونه له پښتو ژباړې سره ځای پرځای شوي دي.
زموږ ټیم په چټکۍ کار کوي چې نژدې راتلونکې کې د بخاري شریف ټول حدیثونه له پښتو ژباړې سره دې اپلیکیشن ته ور اضافه کړي.
یادونه: که تاسې په دې اپلیکیشن کې کومه تېروتنه ولیدله، د مهرباني له مخې یې زموږ ایمیل ادرس ته له سکرین شاټ سره راواستوئ. له دې سره به تاسې هم د خیر په دغې بهیر کې برخه واخلئ او ثواب کې به شامل شئ.
زموږ ایمیل ادرس:
Info@mizanacademy.org
ولې مو د صحیح البخاري پښتو اپلیکیشن جوړ کړ؟
که تاسې د موبایلونو د اپلیکیشنونو په زیرمو کې ولټوئ، د نړۍ په مشهورو ژبو پکې د صحیح البخاري ژباړو څخه جوړ شوي اپلیکیشنونه موندل کېدای شي، خو یوازینۍ ژبه چې د دغه معتبر کتاب اپلیکیشن پکې نشته، پښتو ده. نو د همدې تشې ډکولو لپاره موږ صحیح البخاري په پښتو روانه ژبه وژباړه ترڅو د ټکنالوژۍ په برخه کې دغه تشه ډکه شي.
کاري ډله:
د نبوي مبارکو حدیثونو د دغه معتبر کتاب پښتو ژباړه د میزان انلاین اکاډمي او ایمان سټډیو لخوا چمتو شوې ده.
د خیر په دې پروژه کې له څه دوه کلونو راهیسې لس کسیز ټیم په کار بوخت دی.
د حدیثونو پښتو ژباړه د شرعیاتو لیسانس او د شرعي علومو استاد فریدالله الکوزي کړې ده.
ددې کتاب تدقیق او سمونه په شرعي علومو دوکتور اسدالله حسام کړې.
پښتو متن ته بیاکتنه یې شاعر او لیکوال کرامت الله وردک کړې.
وروستۍ بیاکتنه او املايي سمونه یې د شرعي علومو ماسټر عبیدالله حسام کړې.
مالي ملاتړ:
د دې اپلیکیشن مالي ملاتړ اروپا میشتو درې افغان ځوانانو کړی چې نومونه یې په لاندې ډول د یادولو وړ دي:
فیصل پاڅون، زبیر احمد عثماني او عبدالجبار افغان.
د اپلیکیشن تخنیکي کارونه او ډیزاین خوشحال سعیدي ترسره کړي دي.

دوی ټولو تر اخري حده هڅه کړې چې د صحیح البخاري پښتو ژباړې اپلیکیشن له هر اړخه په اوسنیو معیارونو برابر جوړ کړي.
د اپلیکیشن جوړولو هدف یوازې د اسلامي شریعت خدمت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کول دي او بس!

د صحیح البخاري پښتو ژباړې لپاره مو لاندې تګلاره غوره کړې ده:
موږ د صحیح البخاري پښتو ژباړه له سره ولیکله او ټوله هڅه مو دا کړې چې ددې عظیم کتاب پښتو ژباړه روانه او عام فهمه وي.
له وړاندې په پښتو ژبه د صحیح البخاري کتابي ژباړې موجودې دي، خو موږ ځکه دا ژباړه له سره ولیکله چې یو خو یې ژبه عام فهمه او معیاري کړو، ترڅنګ یې اپلیکیشن په هغو امکاناتو سمبال جوړ کړو چې خلک وکوای شي پښتو یا عربي متن یې د تحقیق پرمهال په اسانۍ کاپي او پيست کړي، په اسانۍ حدیثونه ولټولی شي او ټولنیزو شبکو کې یې شریک کړای شي. نو د همدې لپاره مو د صحیح البخاري د ټولو مبارکو حدیثونه پښتو ژباړه له سره ولیکله.

۱- د پښتو ژباړې لپاره مو له لاندې مراجعو څخه ګټه اخستې:
الف: موږ په حقیقت کې د تاج البخاري د پښتو ژبې عبارت ساده کړی دی او له سره مو لیکلی دی او د ژباړې لپاره مو ډېره ګټه له دې همدې کاب څخه اخیستې. "تاج البخاري" د بخاري شریف شرح ده چې پښتو ژبې ته مولانا محمد امین دراني ژباړلې ده.
ب: ددې ترڅنګ مو د پښتو ژباړې لپاره له "فتح الباري"، "عمدة القاري"، "فیض الباري" او ځینو نورو کتابونو څخه ګټه اخیستې. د اړتیا په وخت کې مو د بخاري شریف فارسي ژباړې څخه هم ګټه اخستې.
۲ـ که د ژباړې پرمهال ځینو الفاظو ژباړه کې له ستونزې سره مخ شوي يوو او په تاج البخاري کې په سم ډول نه شوای موندل کېدای نو بیا مو د بخاري شریف له شرحو څخه د متن په ژباړه کې ګټه اخیستې.
۳ـ د حدیثونو شمېرې مو په داسې ډول تنظیم کړي دي، چې کومو شمېرو ته حدیث نشته بیا مو یو حدیث ته دوه یا درې شمېرې ورکړي دي. د دې لپاره که څوک غواړي چې حدیث ومومي نو په اسانۍ سره ورته لاس رسی موندلی شي. او د شمېرو ترتیب مو په ډېر ځایونو کې د بخاري شریف له فارسي ژباړې څخه راخيستی، ځکه د شمېرو ترتیب یې تر نورو منظم و.
۴ـ قرآني ایتونه او د هغې ژباړه مو په دغه {} ډول قوس کې لیکلې.
۵ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او د هغې ژباړه مو په دغو «» قوسونو کې لیکلې تر څو له نورو ویناو څخه ځانکړې وي.

.....

What’s New

Version 1.7.0

- New 1000 Hadiths (totally 2500)
- minor fixations
- some bugs fixed

App Privacy

The developer, Obaidullah Hussam, indicated that the app’s privacy practices may include handling of data as described below. For more information, see the developer’s privacy policy.

Data Not Collected

The developer does not collect any data from this app.

Privacy practices may vary based on, for example, the features you use or your age. Learn More

You Might Also Like

Translations of Quran meanings
Books
Surah Yaseen + 7 Mubeen wazifa
Books
Holy Quran Listen 12 Languages
Books
Tajweed Al Quran Kareem 16 Lin
Books
Quran Majeed Offline
Books
Holy Quran (16 Lines per page)
Books